IQNA

په ملایشیا کې د پخوانیو او شلیدلو قرانونو   نوؤ  قرانونو سره د بدلولو پلان

7:50 - September 09, 2025
د خبر لمبر: 3491676
ایکنا - د ملایشیا د کورنیو چارو وزارت په سټال کې، چې د کداح ایالت د قرآن په نندارتون کې جوړ شوې، د فرسوده یا پخوانیو  قرانونو له نوي قرانونو سره د بدلولو طرحه پلي کیږي.

 ایکنانیوز د برناما په حواله راپور راکوي، د ملایشیا د کداح ایالت مسلمانان کولای شي د MADANI Rakyat Program (PMR) پروګرام په چوکاټ کې خپل  پخواني یا زیانمن شوي قرانونه د کورنیو چارو وزارت سټال ته وسپاري او پرته له کوم لګښته د دغه وزارت د تصدیق شوي نوي قراني نسخه ترلاسه کړي.

د ملایشیا د کورنیو چارو وزارت د اجرا او کنټرول برخې مرستیالې حمیده احمد، وویل چې د  زاړو او پخوانیو قرانونو له نوؤ قرانونو سره د بدلولو طرحه خلکو ته اجازت ورکوي چې زیانمن یا پخواني قرانونه د وزارت د تصدیق شوي نوي نسخو سره په وړیا توګه بدل کړي.

هغې وویل چې د کداح د قران نندارتون د لیدونکو هرکلی ډېر هڅوونکی و او کابو  ۲۰۰ نوې قراني نسخې د سټال  لیدونکو ته ورکړل شوې دي.

حمیده احمد د ۲۰۲۵ کال د کداح د قران درې ورځني نندارتون په دویمه ورځ، چې د سټمبر له ۴  تر ۶ (د وږي له ۱۴ څخه تر ۱۶) پورې د بالینګ د سیمه ایزې شورا په سپورټي کمپلیکس کې ترسره شو، وویل: مونږ له خلکو څخه تر ۵۰۰ زیاتې زاړې او  شلیدلي قرآنی نسخې ترلاسه کړې دي. زیانمنې نسخې به د ټاکل شوو لارښوونو سره سم امحا شي.

د کورنیو چارو وزارت د سټال یو لیدونکی محمد یوسف محمد محی الدین،وویل: د کورنیو چارو وزارت نه یوازې د فرسوده نسخو د سمې امحا کولو اسانتیا برابروي، بلکې د ناسم یا ګمراه کوونکي محتوياتو لرونکو خپرونو په اړه معلومات هم وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه: د کورنیو چارو وزارت په غرفې کې ورکړل شوي معلومات زه د هغو توهینوونکو خپرونو څخه خبر کړم چې ځینې ئې زیان رسوونکي دي او د اسلام په اړه ناسم معلومات خپروي.

https://iqna.ir/fa/news/4303787

 ////////////////////////

captcha